د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو لومړی پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د اتوميخانیک انجينرۍ، سروې انجينرۍ، جيولوجۍ او د کانونو د اکتشاف انجينرۍ، پټروليم انجينرۍ، هايدروجيولوجۍ او جيولوجۍ، ښاري پلان جوړونې او ډيزاين، او د ودانيو انجينرۍ د څانګو له نوماندانو څخه ازموينه واخيستل شوه.

د ازموينې د بهير پر مهال د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ پلاوي او د ازموينو عمومي ادارې مسئولينو د ازموينې له جريان څخه ليدنه وکړه او ګډونوالو ته يې ډاډ ورکړ چې دغه ازموينه په بشپړ شفاف، عادلانه او منظم ډول، د ازموينو عمومي ادارې د اصولو او کړنلارو سره سم ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده چې د برېښنا انجينرۍ، د نفت او ګاز د کيمياوي صنايعو انجينرۍ، د هايډروليکي جوړښتونو انجينرۍ، د اوبو د سرچينو هر اړخيز مديريت، ترانسپورټېشن انجينرۍ، د ودانيو ساختماني انجينرۍ او د ساختماني مديريت انجينرۍ د څانګو د نوماندانو د بايومتريک معلوماتو د ثبت بهير به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي او د دغو څانګو ازموينه به د ۱۴۰۵ کال د اسد په ۲مه، د جمعې په ورځ د ملي ازموينو ادارې له لوري واخيستل شي.

۱۴۰۵ د سرطان ۳۰

۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۶

۲۰۲۶ د جولای ۲۱

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې، لومړنیو مرستو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو

د روغتیايې په برخه کې د پوهاوي  لوړولو او د روغتیايې اصولو د رعایت د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ستونزو ته د رسېدو او د علمي بهیر د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره کړه

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ناسته د پوهنتون د رهبرۍ د پلاوي، د پوهنځیو د رئیسانو او د محصلینو د استازو په ګډون، د ښوونیزو ننګونو د څېړنې، د ستونزو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۳۹
Background image

د " انجینرۍ لنډه پېژندنه " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د انجینرۍ لنډه پېژندنه د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ساختمانی پوهنځي د مهندسی څانګې استاد پوهنمل فضل الرحمن اخلاص له خوا ژباړل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دغه کتاب په ۷ فصلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu