په کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو
د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د کابل پوليتخنيک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د اداري څانګو آمرينو او کارکوونکو په ګډون ترسره شو.
د ورکشاپ په پيل کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشيد احمد حقاني له ګډونوالو وغوښتل چې د دې روزنيز ورکشاپ تدريسي موضوعاتو ته جدي پاملرنه وکړي او له ترلاسه شويو زده کړو څخه د اداري چارو د بهير د ښه والي او په خپلو اړوندو برخو کې د کاري اغېزمنتيا د زياتوالي لپاره ګټه واخلي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست د معلوماتي سيستمونو آمر انجنير ممتاز منيب او د معلوماتي ټکنالوژۍ مدير انجنير شاهدالرحمن فضلی د لوړو زده کړو وزارت د وارده او صادره نوي سيسټم په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د دغه سيسټم د کارونې او تطبيق څرنګوالی يې په تفصيل سره تشريح کړ.
د يادونې وړ ده چې دغه روزنيز ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کابل پوليتخنيک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمريت په همغږۍ د پوهنتون کارکوونکو ته وړاندې شو.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق د محرم الحرام ۶مه
۱۴۰۵ هـ.ش د سرطان ۱مه
