د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ، د ياد شويو پوهنتونونو د مسؤلينو، د لوړو زده کړو وزارت د نظارتي پلاوي او د ګڼ شمېر نوماندانو په حضور کې ترسره شوه.

د ازموينې بهير د لوړو زده کړو وزارت د نافذه طرزالعملونو له مخې او د شفافيت او سالمې سيالۍ اصل ته په پام سره ترسره شو، چې پکې ۱۹ تنو نوماندانو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د دغې ازموينې د ترسره کېدو موخه د وړ او مسلکي علمي کادرونو جذب، د استخدام په بهير کې د شفافيت تأمين او د لوړو زده کړو بنسټونو د تدريسي کيفيت لوړول ياد کړل.

د يادونې وړ ده، چې د يادو بستونو د نړيوالې ژبې ازموينه د تخصصي ازموينې څخه يوه ورځ وړاندې له نوماندانو څخه اخيستل شوې وه.

تاریخ: شنبه

۱۴۴۷ هـ.ق د ذوالحجې ۶ مه

۱۴۰۵ هـ.ش د حوزا ۲ مه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS

User account menu