د ښه ژوند په نوم درسي کتاب د چاپ په ګانه سمبال شو.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۳۱
د ښه ژوند په نوم درسي کتاب د چاپ په ګانه سمبال شو.

د "ښه ژوند" تر عنوان لاندې درسي کتاب، چې د استاد عبدالحلیم حکیمی له‌ خوا ژباړل شوی، د یاد پوهنتون  په عمومي چاپخونه کې چاپ شوی دی.

دا علمي اثر په ۱۱ فصلونو او ۵۰۴ مخونو کې ترتیب شوی او د محصلانو لپاره د یو معتبر تحصیلي ماخذ په توګه چمتو شوی دی.

دا کتاب د ژوند د اصولو، فردي او ټولنیز اخلاقو، مسؤلیت‌ مننې او د ژوند د مانا په اړه اساسي مفاهیم څېړي.

د کتاب منځپانګه داسې برابره شوې چې نه یوازې محصلان او استادان ترې ګټه اخیستلی شي بلکې هر هغه څوک چې د انساني، اخلاقي او ټولنیزو مسایلو سره علاقه لري هم کولی شي له دې اثر څخه پوره استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا علمي اثر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نشراتو آمریت په مطبعه کې چاپ شوی او د پوهنتون په عمومي کتابتون کې د استادانو، محصلانو او علاقمندانو لپاره د لاسرسي وړ دی.

User account menu