د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي ۳۹ تنه محصلین د عملي زده‌ کړو لپاره وزارتونو او سکتوري ادارو ته معرفي شول.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۲۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي ۳۹ تنه محصلین د عملي زده‌ کړو لپاره وزارتونو او سکتوري ادارو ته معرفي شول.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي د اوبو ودانیو انجنیري څانګې ۳۹ تنه محصلین د عملي زده ‌کړو (پرکتیک) او مسلکي تجربو ترلاسه کولو په موخه اوبو او انرژي وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او بریښنا ریاست ته معرفي شول.

دغه بهیر د پوهنتون د رهبري او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ له مخې تنظیم شوی، چې له مخې یې به یې د محصلینو د اوبو او انرژۍ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او برشنا په برخه مسلکې زده کړې لا قوي شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عملي زده‌کړو زمینه برابروي، تر څو محصلین د اوبو لګولو سیسټمونو په طرحه جوړولو، ارزونه او د اوبو د مؤثرې کارونې په برخو کې عملي تجربې ترلاسه کړي.

همدا راز برشنا ریاست هم د اوبو پر بنسټ د برېښنا تولید، د برېښنا رسونې شبکو طرحې او د اوبو د منابعو د استفادې له لارې، محصلینو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابروي.

د دې تر څنګ د اوبو او انرژۍ وزارت د بندونو جوړولو، د اوبو د انتقال او تنظیم سیسټمونو او هایدروولوجیکي مطالعاتو په برخو کې ارزښتناکې عملي تجربې محصلینو ته برابروي، تر څو له مهمو ملي پروژو سره له نږدې بلدتیا پیدا کړي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه د یادو وزارتونو او ادارو له همېشنیو همکاریو مننه کوي او ټینګار یې کوي چې دا ډول فرصتونه د محصلینو د فني او تخنیکي مهارتونو په لوړولو کې مهم رول لري او هغوی د کار بازار ته د چمتو کولو او د هېواد د خدمت لپاره لازم ظرفیتونه ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۱
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځان ‌پېژندنې تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

په دې سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشاور او کلینیکي روانشناس ډاکتر ذبیح‌ الله قاضي ‌زاده د خپل جوړ شوې پریزینټیشن له لارې محصلینو ته د ځان ‌پېژندنې په اړه مفصل معلومات وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ورزشي ټېمونو ورزشکارانو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د مختلفو ورزشي څانګو د ورزشکارانو د ستاینې او تشویق په مناسبت په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو، استادان او محصلین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴۶
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د نویو شامل شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحافظ محمد حامد حسیب، پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او مېلمنو ګډون کړی و.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

BACK TO NEWS