د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د نړیوال ژورنال د (۵م) جلد لومړی ګڼه په آنلاین بڼه خپره شوه.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۵۴
د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د نړیوال ژورنال د (۵م) جلد لومړی ګڼه په آنلاین بڼه خپره شوه.

د علم او تکنالوژۍ مجلې آمریت چې د کابل پولي تخنیک  پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي، په درنښت سره ټولو استادانو، څېړونکو، محصلانو او د علم او تکنالوژۍ مینه‌ والو ته خبر ورکوي چې د کابل پولی تخنیک پوهنتون نړیوال ژورنال  د ۵م جلد لومړۍ ګڼه ترتیب او د انټرنیټ پر لیکه خپره شوه.

یاده ګڼه اوس آنلاین بڼه کې ترلاسه کېدای شي او د ټولو علاقمندانو لپاره د لاسرسي وړ ده.

په دې ګڼه کې علمي ـ څېړنېزې او تطبیقي څېړنې شاملې دي، چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د استادانو، څېړونکو، ماستري دورې محصلانو او همداراز د هېواد د نورو علمي پوهنتونونو د څېړونکو له‌ خوا لیکل شوې دي.

د مقالو موضوعات د علمي او تخنیکي برخو په مختلفو ساحو کې لیکل شوي، چې کولای شي د راتلونکو علمي څېړنو لپاره یو مهم مآخذ وګرځي.

علاقه‌ مندان کولای شي د لاندې لینک له لارې د دې ژورنال ډیجیټل نسخه تر لاسه کړي:

https://tinyurl.com/2025V5issue01

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دې ژرونال په خپرولو سره د څېړنیز فرهنګ د پیاوړتیا، تخصصي پوهې د خپرولو او په هېواد کې د علمي سرچینو د پراختیا په لور مهم او ثابت ګامونه اخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د  ۵۲م جلد  (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.

یادې مجلې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu