د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبري هیئت او د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو ترمنځ مشورتې غونډه جوړه شوه.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۱۶
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبري هیئت او د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو ترمنځ مشورتې غونډه جوړه شوه.

په دې ګډه غونډه کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د رهبري هیئت، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي تفتیش رئیس حافظ عبدالطیف خالد، د معدن ‌کارۍ لوړپوړی متخصص انجنیر امیرالدین نوري او د یاد وزارت ټولنیز لوړپوړی کارپوه انجنیر اجمل علیمي، همداراز د پوهنتون استادانو ګډون کړی و.

د دې ناستې اساسي موخه علمي نظریاتو تبادله، مسلکي تحلیل د معیاري او مصئون استخراج لپاره د چاودېدونکو موادو هدفمند استعمال په برخه کې مشخص وړاندیزونه شریکول وو.

د غونډې په پیل کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کانونو او نفتو وزارت د متخصصینو له حضور څخه مننه او قدرداني وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنتونونو او دولتي سکتوري ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، په ځانګړي ډول په تخنیکي او مسلکي برخو کې کولای شي د علمي پرمختګ، د ظرفیت‌ جوړونې او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم او کلیدي رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون  د یو باوري تخنیکي مرجع په توګه د وزارتونو او سکتوري ادارو سره هر ډول علمي او څیړنیزې همکارۍ ته چمتو دی.

همداراز د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي تفتیش رئیس حافظ عبداللطیف خالد هم د دې غونډې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د کانونو په استخراج کې یې د چاودېدونکو توکو د مؤثر او خوندي کارونې لپاره د یو جامع علمي پلان د جوړولو په برخه کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د رهبري او استادانو د همکاریو ستاینه وکړه.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو په دې برخه کې مستند پرزنټیشن وړاندې کړ، علمي تحلیلونه او مشخص وړاندیزونه یې د موادو د نوعیت، د ډبرو د سختۍ درجې، د شاوخوا چاپېریال شرایطو او د معدني موادو د ترکیب له مخې د مناسب ډول چاودېدونکو موادو د ټاکنې په اړه بیان کړل.

په دغه پرزنتیشن کې په ځانګړي ډول د مصئونیت پر اصولو، د چاپېریالي خطرونو پر کمښت، د کانونو د استخراج پر دقیقه مدیریت، او د صنعتي چاودنو په اداره کې د عصري ټکنالوژۍ پر کارولو ځانګړی ټینګار وشو.

په پای کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو یو هر اړخیز علمي طرحه د کانونو د استخراج په برخه کې د چاودېدونکو موادو د مؤثر او مصئون استعمال لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت ته وړاندې کړ چې د یاد وزارت د متخصصینو له‌خوا په تود هرکلي سره ولمانځل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

BACK TO NEWS

User account menu