په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د څیړنې میتودونو په اړه علمي سیمینار پیل شو.
سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
یاد سیمینار چې د علمي څېړنو د بنسټیزو پړاوونو، د څېړنو ډولونو او د اغېزمنو پایلو د ترلاسه کولو او میتودونو په څیر مهم موضوعات پکې شامل وو، د ګڼ شمیر محصلینو په ګډون پیل شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ آمر سید عین الله هاشمي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سیمینار د محتوا په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې، د کابل پولی تخنیک پوهنتون استاد محمد عارف کوشیار د علمي څېړنو د مهمو ټکو په اړه خبرې وکړې او له محصلینو سره یې په دې برخه کې ارزښتناکې تجربې شریکې کړې.
په سیمینار کې د څیړنې میتودونه، د څیړنې ډولونه، د بریالي علمي څیړنې ترسره کولو څرنګوالی او د مطلوبو پایلو ترلاسه کولو لارې چاري اساسي موضوعات و چې تر بحث لاندې ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې دا سیمینار به درې ورځې دوام وکړي او د دې پوهنتون د داستادانو لخوا به یې تدریسي چاري پر مخ وړل کیږي.
