په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ محصل محوره تعلیمي ورکشاپ پیل شو.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵۴
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ محصل محوره تعلیمي ورکشاپ پیل شو.

ورکشاپ د پرانیستې مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا آمر پوهندوی محمد یونس وفا د ټولو ګډونوالو هرکلی وکړ او د ورکشاپ د محتوا په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.

دا ورکشاپ به د معیاري درسي نصاب جوړولو محصلینو ته د مؤثرې تدریسې طریقې او ارزونې پر لارو تمرکز وکړي. هدف یې دا دی چې استادان د محصل‌ محوره تدریس له لارې ښوونې ته د مطلوبو پایلو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

یاد ورکشاپ به لس ورځې دوام ولري او د ماسټر ترینرانو، پوهندوی محمد یونس وفا او پوهنمل دکتور محمد نجیم واحدي له‌ خوا به وړاندې شي.

User account menu