د " کانونو سروې" تر عنوان لاندې درسي کتاب چاپ شو.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۹:۲۸
د " کانونو سروې" تر عنوان لاندې درسي کتاب چاپ شو.

د " کانونو سروې" په نوم کتاب چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیوماتیک انجنیري پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور شاه ولي څرګند لیکلی، د کانونو د د سروې (نقشه‌بردارۍ) په برخه کې یو ارزښتناک تحصیلي منبع بلل کېږي. دا کتاب په ۹ فصلونو او ۲۸۳ صفحو په  کې د کانونو د سروې (نقشه‌بردارۍ) مختلف مفاهیم او تخنیکونه د کانونو اړتیاوو ته په کتو تفصیلاً تشریح کړي دي.

 

کانونو ته ځانګړې سروې (نقشه ‌برداري) د کانونو د استخراج یو حیاتي څانګه ده چې پراخې برخې لري. دا کتاب له محصلینو سره مرسته کوي چې د کانونو د سروې اصولو په اړه ژور درک پیدا کړي او خپل تخنیکي مهارتونه لا پیاوړي کړي.

یاد اثر د محصلینو د علمي کچې د لوړولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو ریاست په مطبعه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نشراتو آمریت په همغږۍ په لوړ کیفیت چاپ شوی او د پوهنتون د عامه کتابتون ته سپارل شوی، ترڅو محصلین او علاقه‌مندان ترې ګټه پورته کړي

User account menu