د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
یاده غونډه چې د پوهنتون د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې مختلف مالي او اداري مسائل وڅېړل شول.
په پیل کې د تېرو غونډو راپور وړاندې شو او وروسته د کیفیت د تضمین معیارونو پلي کېدو، استادانو او کارمندانو ته د حقالزحمو ورکړې او د فتحې وروسته د تقاعد د اجراآتو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز د آمریتونو او د مالي او اداري معاونیت اړوند کمیټو د راتلونکي کال لپاره د عملیاتي پلانونو د جوړولو، د پوهنتون د هر بلاک لپاره د جنراتور تنظیمولو او تر څنګ یې په هغو کارونو هم بحث وشو چې په تیره اداري غونډه کې اړوند مسؤلینو ته سپارل شوي وو.
په غونډه کې د ادارې معاونیت اړوند مختلفو آمرینو په وار سره خپلې نظریې او وړاندیزونه د چارو د لا ښه والي لپاره وړاندې کړل. او ښاغلي حقاني د یادو نظریاتو تر اورېدو وروسته اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې ورکړې او د څانګو ترمنځ د مؤثرې همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده