د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د دوو تنو استادانو څیړنیزه مقاله د ترکیې هیواد په نړیوال ژورنال کې خپره شوه.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۱:۲
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د دوو تنو استادانو څیړنیزه مقاله د ترکیې هیواد په نړیوال ژورنال کې خپره شوه.

د ودانيو د تودوخې موثريت په موخه د تاوه خانې يا فرش له لاري د ګرمولو عنعنوى کړنلارې ارزونه" تر عنوان لاندې څیړنیزه مقاله د ښاغلي پوهنمل فضل الرحمن اخلاص او پوهنیار دکتور احمد ولید ایوبي له خوا په ګډه لیکل شوې او د ترکیې هېواد په "نړيوال پر مختللي څيړنيز انجنيري ژورنال" کې خپورې شوې ده.

په یاده مقاله کې د تاوه خانو یا پرش په وسیله د اطاقونو تودولو د دودیزو او پخوانیو طریقو د اغیزمنتیا ارزونه شوې.

 په دې څیړنه کې، د کابل پخواني کورونه تر څیړنې لاندې نیول شوي او د خونو تودولو پخوانۍ طریقې پکې تحلیل شوې او هدف یې د تاوه خانو طریقو ارزونه د انرژۍ د پایدارۍ او د هغې د اغیزمنتیا اړوند نتایج تر لاسه کول و.

د مقالې په پای کې، د دې څیړنې پایلې په واضح او لنډه توګه وړاندې شوې دي.

د پوهنتون د رهبري د استاد پوهنمل فضل الرحمن اخلاص او پوهنیار دکتور احمد ولید ایوبي د مقالو خپرول د ترکیې هیواد په نړیوال ژورنال کې د پوهنتون لپاره یو ویاړ او لویه لاسته راوړنه بللې ده.

په نړیوالو ژورنالونو کې علمي او څیړنیزې مقالې خپرول نه یوازې د استادانو وړتیاوې ښیي، بلکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون شهرت په نړیواله کچه پیاوړی کوي.

تاسو کولای شئ، چې د لاندې لینک له طریقه نوموړې مقاله ولولئ!

https://dergipark.org.tr/en/pub/iarej/issue/89975/1496059

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS

User account menu