د "مهندسي تحلیل او تجزیه" تر عنوان لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

د مهندسي درسي کتاب چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د مهندسي څانګي استاد، ښاغلي استاد حسیب الله خان لخوا ترجمه شوی، د مهندسي په برخه کې یو ارزښتناک تحصیلی منبع دی. دغه کتاب په 20 فصلونو او 300 مخونو کې ترتیب شوی دی. چې په علمي او تخنیکي توګه په لوړ کیفیت سره، د محصلینو د علمي کچې د لوړولو په موخه، د یاد پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت (نشراتو) په مطبعه کې په ۱۰۰ جلدونو کې چاپ شوی.
یاد کتاب د محصلینو او نورو علاقه مندانو د استفادې لپاره د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي کتابتون ته سپارل شوی دی.