د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي د جیولوجي انجنیري او هایدروجیولوجي څانګې محصلانو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي د جیولوجي انجنیري او هایدروجیولوجي څانګې محصلانو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

دفاع غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، د سکتوري ادارو استازو، محصلینو او مېلمنو ګډون درلود.

د تعلیمي اصولو له مخې، د پوهنتونونو د وروستي کال محصلین باید د فارغېدو او تحصیلي سند ترلاسه کولو لپاره خپلې دیپلوم پروژې دفاع کړي، چې په دې اساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي، د جيولوجي او هايدروجيولوجي انجنیري څانګې محصلین وتوانېدل ترڅو خپلې دیپلوم پروژې په بریالیتوب سره دفاع کړي.

د دې څانګې فارغین د هیواد د علمي او فني ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مؤثر رول لري په ځانګړې توګه د جیولوجي انجنیری او هایدروجیولوجي برخه کې،  یاد فارغان کولای شي چې د خپلو مهارتونو او پوهې په کارولو سره د ټولنې او خپل هیواد لپاره هر اړخیز خدمت ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې له یادې څانګې څخه د (30) تنو محصلینو له ارزونې او د ژورې کمېټې د تائید وروسته د لیسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري د دې پوهنتون له مختلفو پوهنځیو څخه د محصلینو فراغت لویه لاسته راوړنه ګڼې او تر څنګ یې ټولو فارغینو ته د مبارکي مراتب وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu