کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د اتو میخانیک شپنۍ استثنايې څانګې د ۱۴۰۳ تحصیلي کال لپاره له څوارلسم څخه فارغو محصلینو ته د نوم لیکنې خبرتیا!

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۳۳
کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د اتو میخانیک شپنۍ استثنايې څانګې د ۱۴۰۳ تحصیلي کال لپاره له څوارلسم څخه فارغو محصلینو ته د نوم لیکنې خبرتیا!

کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د اتو میخانیک شپنۍ څانکه یوازې د ۱۴۰۳ هجري لمریز تحصیلي کال لپاره په شرایطو برابر له څوارلسم څخه فارغ محصلین جذب کوي. په همدې تړاو ټولو هغو له څوارلسم څخه فارغو په شرایطو برابرو محصلینو ته خبر ورکول کیږي، ترڅو د لاندې شرایطو په نظر کې نیولو سره د ثبت او راجستر عمومي مدیریت څخه د نوم لیکنې فورم ترلاسه کړي.

د نوم لیکنې شرایط:

  • ګډون کوونکی باید د دولت رسمي کارمند وي.
  • د ګډون کوونکو ازمویته د ازموینو ملي ادارې له خوا اخیستل کیږي.
  • د نوم لیکنې پرمهال باید ګډون کوونکی اصلي پېژند پاڼه، دوې قطعې عکسونه او د فورم قیمت (۴۰۰) افغانۍ له ځان سره ولري.
  • نوم لیکنه له ۲۸/ ۰۸/ ۱۴۰۳ نېټې څخه پیل او ۰۷/ ۰۹/ ۱۴۰۳ نېټه پای ته رسیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۱
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځان ‌پېژندنې تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

په دې سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشاور او کلینیکي روانشناس ډاکتر ذبیح‌ الله قاضي ‌زاده د خپل جوړ شوې پریزینټیشن له لارې محصلینو ته د ځان ‌پېژندنې په اړه مفصل معلومات وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ورزشي ټېمونو ورزشکارانو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د مختلفو ورزشي څانګو د ورزشکارانو د ستاینې او تشویق په مناسبت په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو، استادان او محصلین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴۶
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د نویو شامل شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحافظ محمد حامد حسیب، پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او مېلمنو ګډون کړی و.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

BACK TO NEWS