د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۳۰
د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړي د کابل پولی تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولی صالحي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د پوهنتون د علمي چارو د بهبود او ښه والي په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنتون د تدریسي او علمي کیفیت لوړول زموږ لپاره یو له لومړیتوبونو څخه دی او باید هڅه وشي چې کارمندان د اداري او تدریسي برخو کې په ښه توګه خپلې دندې او مسئولیتونه ادا کړي.

د غونډې په جریان کې پر مهمو موضوعات لکه تقرر، انفکاک، د استادانو علمي ترفیعاتو، د ۱۴۰۳ کال د ژمني سمستر د پای امتحان او نور مختلف موضوعات وڅېړل شول او تر څنګ یې اړینې پرېکړې او تصمیمونه ونیول شول.

په اخیر کې د شورا غړو خپل نظریات او لیدلوري وړاندې کړل تر څو د پوهنتون د علمي او تدریسي بهیر په بهبود کې مرسته وکړي.

غونډه د دعايې په ویلو پای ته ورسیده.

جلسه با قرأت دعایه خاتمه یافت.

User account menu