د کابل پولي تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې افغان تلیکام سلام کریکټ لوبډلې ته په دوستانه لوبه کې ماتې ورکړه

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۸:۲۹
image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې او افغان تلیکام سلام کریکټ لوبډلې تر مینځ سیالي د کابل پولي تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
په پیل کې د افغان تلیکام سلام کریکټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکل شویو شل اورونو کې یې ۲۰۷ منډې هدف وټاکه، د کابل پولې تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې د بهترینه پیل او بریدیزې توپوهنې پر مټ وکولای شول چې د لوبې اتلسم اوور کې یاد هدف د ۶ ویکټو د سوځېدو په بدل کې پوره او بریا تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون کریکټ لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې محمد قاسم صافي ۸۰ منډې او رحمن الله عبدالرحمیزي ۷۵ منډې ترسره کړې.
همدارنګه په توپ اچونه کې محمد نذیر درې، فصیح الله دوه او سیف الرحمن دوه ویکټې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د ښه ژوند په نوم درسي کتاب د چاپ په ګانه سمبال شو.

د "ښه ژوند" تر عنوان لاندې درسي کتاب، چې د استاد عبدالحلیم حکیمی له‌ خوا ژباړل شوی، د یاد پوهنتون  په عمومي چاپخونه کې چاپ شوی دی.

دا علمي اثر په ۱۱ فصلونو او ۵۰۴ مخونو کې ترتیب شوی او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د تضمین کیفیت د تجدید شویو معیارونو په اړه معلوماتي ورکشاپ پیل شو.

د تضمین کیفیت د تجدید شویو معیارونو د تشریح او توضیح په موخه پنځه ورځنی معلوماتي ورکشاپ پیل شو.

په دې ورکشاپ کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو، اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د پوهنیار ډیپلوم انجنیر محمد حامد عمر علمي ـ څیړنیزه مقاله " د پنجشیر حوزې د اقلیمي بدلون د اغېزو ارزونې " تر عنوان لاندې د قزاقستان هیواد کې د قزاق جرمن پوهنتون له خوا خپرېدونکې معتبر نړیوال ژورنال «Central Asian Journal of Water Research» له خوا خپره

یاده څېړنیزه مقاله د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي رئیس پوهنیار محمد حامد عمر له خوا ترسره شوې چې د پنجشیر د سیندیزې حوزې د اوبو پر جریان د اقلیمي بدلون د. . .

BACK TO NEWS