د کابل پولی تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي محصلین د عملی کار په موخه ساحې ته ولېږل شول

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۲۳
photo

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د نفتو او ګازو د کانونو انجنیري څانګې د څلورم ټولګي محصلین د پوهنیار دوست محمد افضلي تر لارښوونې لاندې د پنجشېر ولایت په شتل ولسوالۍ کې د پولي میټال په هکله د معلوماتو ترسره کولو په موخه سفر وکړ.
یاد سفر چې د عملي کار په موخه ترسره شوی و، په کې محصلین د نورو تجربو تر څنګ د مقناطیسي جیوفزیکي میتود او نویو وسایلو څخه په استفاده د مګنیتو میتر پروټون او مقناطیسي میټر عملیو په کارولو وتوانېدل.
له لومړنیو پایلو څخه داسې ښکاریده چې له یوې خوا دغه عملي کار د محصلینو لپاره ډېر اغېزمن و او له بلې خوا دا هم ثابته شوه، چې له يادو موجودو وسايلو څخه د اوسپنې او نورو منرالونو د استخراج لپاره هم کار اخيستل کېداى شي.
د یاد عملي کار اصلي موخه د محصلینو ښه روزنه، د عملي کار او نویو وسایلو سره بلدتیا وه تر څو په راتلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

BACK TO NEWS

User account menu