په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د افغانستان د طبي شورا د فعالیت جواز ترلاسه کولو ازموینه واخیستل شوه

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۸:۲۹

د افغانستان طبي شورا د فعالیت جواز په معالجوي او ستوماتولوژي څانګو کې د جذب ازموینه د ازموینو ملي ادارې له خوا د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې واخیستل شوه.
په دې ازموينه کې ټولټال ٤٥۷۰ تنو ګډون کړى و، چې په اړونده څانګو کې د فعالیت جواز ترلاسه کړي، ياده ازموينه د دغه پوهنتون د مشرتابه پلاوي، استادانو او اداري کارکوونکو په همکارۍ په هر اړخيزه او شفافه توګه په خوندي فضا کې ترسره شوه.
د يادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ازموينو د چمتووالي، په پروسه کې د روڼتيا او د ازموينې په برخه کې د خوندي چاپېريال د رامنځته کولو په برخه کې د ازموينو ملي ادارې سره هر اړخيزه همکاري لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

BACK TO NEWS

User account menu