د کابل پولي تخنیک پوهنتون کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ څخه د فراغت سندونو د ویش مراسم جوړ شول

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۹:۳۹

مراسم د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي سلطان محمد محسن او کارمندانو ګډون کړی و.
لومړی د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي سلطان محمد محسن د یاد پروګرام څخه د کارمندانو د فراغت له امله مبارکي وویله او له دوی څخه یې وغوښتل چې هغه څه چې په دغه ښوونیز ورکشاپ کې یې زده کړي دي په خپلو اداري کارونو کې پلي کړي، تر څو په ښه توګه وکولی شي خپلو خلکو او هیواد ته خدمت وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د کارکوونکو لپاره د دا ډول روزنیزو پروګرامونو د ترسره کیدو هرکلی وکړ، د غونډې د ګډونوالو وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر ښاغلي مولوي رشید احمد حقاني د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه د دغه پوهنتون د کارمندانو لپاره د یاد ورکشاپ د جوړیدو له امله مننه او قدردانی وکړ او دوی د کارمندانو د کاري ظرفیت د لوړولو لپاره د داسې پروګرامونو ترسره کول مهم او ارزښتناک وبلل.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورکشاپ کې ۳۲ تنو کارمندانو ته روزنه ورکړل شوه.
غونډه فارغانو ته د سندونو په ویشلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه ‌الله تعالی) فرمان د تشریح سيمينار وړاندې شو

۲۶ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق

۱۴۰۵ هـ.ش کال د حمل له ۲۴

دغه علمي سيمينار چې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو معاونین او د دعوت او ارشاد آمریت له خوا ترتیب شوی و، ګڼ شمېر مسؤلینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د انګلیسي ژبې او کمپیوټر مرکز ترمنځ د ګدو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه تفاهم ‌لیک د دوه‌ اړخیزو علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا، د مسلکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو، د تخصصي تجربو د تبادلې او په ښوونیزو، څېړنیزو او تخنیکي برخو کې د ګډو همکاریو لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د نخبه ښار ټکنالوژۍ اکاډمۍ ترمنځ د ګدو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه تفاهم ‌لیک د دوه‌ اړخیزو علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا، د مسلکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو، د تخصصي تجربو د تبادلې او په ښوونیزو، څېړنیزو او تخنیکي برخو کې د ګډو همکاریو لپاره د. . .

BACK TO NEWS

User account menu