د یونیسف ادارې د اوبو نظافت او حفظ الصحې برخې مسئول شیوانارین سینګ د کابل پولي تخنیک پوهنتون له مشرتابه سره وکتل

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۱:۵۲
photo

د یادې لیدنې په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د یونیسف ادارې د اوبو نظافت او حفظ الصحې څانګې مسؤل شیوانارین سینګ د راتګ هرکلی وکړ او ورسره څنګ کې یې د یاد پلاوي راتګ مهم یاد کړ.
ښاغلي اقبال د اوبو نړیوال کنفرانس د جوړېدو په هکله له یاد پلاوي سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.
ورپسې د یونیسف ادارې د اوبو نظافت او حفظ الصحې څانګې مسؤل ښاغلي شیوانارین سینګ په یاده لیدنه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د اوبو نړیوال کنفرانس په برخه کې به هر راز همکاري کوي.
نوموړي وویل: د اوبو نړیوال کنفرانس د تنظیمولو په برخه کې به د امکان تر حده مالي مرسته، د اوبو په برخه کې د بهرنیو پوهنتونونو د همکارۍ راجلبولو او د کابل پولي تخنیک پوهنتون او نورو ادارو تر منځ د اړیکو ټینګولو د یونیسف او نورو اړوندو ادارو د تجربو شریکولو په برخه کې به هر اړخیزې همکارۍ کوي.
ښاغلي سنګ زیاته کړه له دې وروسته به د اوبو نړیوال کنفرانس اړوند راتلونکو ناستو کې د پولي تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره ګډې ناستې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو نړیوال کنفرانس به په نږدې راتلونکې کې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دایر شي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu