د کابل پولي تخنیک پوهنتون د باسکیټبال سیالۍ پای ته ورسیدل

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۸
photo

یاد مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شول.
د باسکیټبال سیالیو د پای مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د باسکیټبال ملي فدراسیون رئیس، استادانو، آمرینو، لوبغاړو او مېلمنو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ته ښه راغلاست ووایه او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو له آمریت څخه یې د محصلینو لپاره د ورزشي پروګرامونو په لاره اچولو له امله مننه او قدردانی وکړ.
نوموړي د سپورټ پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: ځوانان باید د سپورت د پیاوړتیا او پراختیا او د ورزشي اخلاقو په رعایتولو کې هڅه وکړي.
دغه سيالۍ چې دوه اوونۍ يې دوام وکړ، د شبانه ساختماني پوهنځي د باسکیټبال ټيم لومړى، د اوبو او چاپيريال انجنيرۍ پوهنځي د باسکټبال ټيم دويم او د کيمياوي صنعت د انجنيرۍ پوهنځي د باسکټبال ټيم دريم مقام وګاټه.
په پای کې مراسم ورزشکارانو ته د کپونو، مډالونو او ستاینلیکونو په ویشلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

Photo
Photo
Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu