د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د چارو آمر معرفي شو

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۱:۲۷
photo

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه او استادانو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د استادانو د چارو آمر ښاغلي پوهنیار محمد شریف ستانکزي د معرفي کولو په مراسمو کې د استادانو د تدریسي او اداري چارې د ښه تطبیق او د نیمګړتیاوو په له منځه وړلو ټینګار وکړ.
ښاغلي اقبال په اداره کې بدلون یو اصل وګڼل، دوی له نوي آمر وغوښتل چې په ورسپارل شویو چارو کې په امانتدارۍ او صادقانه توګه خدمت ترسره کړي او نوموړي ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې ښاغلي پوهنیار محمد شریف ستانکزي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په نوموړي یې باور کړی او په دې بست کې یې ګمارلی او ژمنه یې وکړه چې خپله ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت اوامانتداري ترسره کوي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu