په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تقویتي کورسونو فارغینو ته د سندونو د ویش مراسم ترسره شول

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۱:۵۷
photo

مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی انجنیر ویس الدین بریالي د تقویتي کورسونو فارغینو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ، د يادو کورسونو پر اهميت خبرې وکړې او محصلینو ته يې لارښوونه وکړه، چې په خپلو درسونو کې جدي هڅې وکړي او له خپل وخت څخه ډېره ګټه د ځان، کورنۍ او امت مسلمه په ګټه ولګوي، تر څو په ټولو چارو کې بریالي وي.
ښاغلي بريالي د خپلو خبرو په دوام کې د محصلانو د خدمتونو او انسجام آمریت له مسوولينو او استادانو څخه مننه وکړه چې د محصلينو لپاره يې دا ډول پروګرامونه جوړ کړي دي.
په دې غونډه کې د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمر ښاغلي سید عین الله هاشمي او دوو تنو محصلانو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې.
غونډه فارغ شویو محصلینو ته د سندونو ویشلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu