د زر تنو افغان انجنیرانو د مسلکي روزنې هوکړه لاسلیک شوه

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۲:۴۷
photo

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون( KPU )او LEAD مؤسسې (Linking Education Aid Development Organization) ترمنځ هوکړه وشوه، چې په پولي‌تخنیک پوهنتون کې به د دغې مؤسسې لخوا په راتلونکو دریو کلونو کې (۱۰۰۰) تنه افغان انجنیرانو ته په مختلفو برخو کې بهرني او کورني متخصصین مسلکي روزنه ورکوي. دغه هوکړه‌لیک د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلی پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او د LEAD مؤسسې د رئیس ښاغلي محمد داود عابدي لخوا د عقرب په ۹ د سه شنبې په ورځ په کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې به LEAD مؤسسه د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې په راتلونکو دریو کلونو کې د انجنیرۍ په بېلابېلو څانګو کې (۱۰۰۰) تنو افغان انجنیرانو ته، چې (۲۰) سلنه به یې د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون او د هيواد د نورو پوهنتونونو استادان او انجنیران وي، د انجنیرۍ د بېلابېلو څانګو کورني او بهرني متخصصین، نوې، عصري او د نړیوالو ستنډردونو سره سم مسلکي روزنه ورکوي او فارغینو ته به یې د انجنیرۍ نړیوال اعتبار لرونکی سند ورکړل شي.
دې پروګرام ته به د یو شفاف مېکانېزم له لارې په دولتي او خصوصي سکتور کې د بوختو انجنیرانو په ګډون د هیواد نور انجنیران او د انجنیري څانګو د وروستي کال محصلین هم انتخاب شي څو یې مسلکي او عملي وړتیاوې لوړې شي او د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې، لومړنیو مرستو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو

د روغتیايې په برخه کې د پوهاوي  لوړولو او د روغتیايې اصولو د رعایت د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ستونزو ته د رسېدو او د علمي بهیر د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره کړه

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د رهبرۍ او د محصلینو د استازو تر منځ ناسته د پوهنتون د رهبرۍ د پلاوي، د پوهنځیو د رئیسانو او د محصلینو د استازو په ګډون، د ښوونیزو ننګونو د څېړنې، د ستونزو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu