د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې، لومړنیو مرستو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۲۶
د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې، لومړنیو مرستو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو

د روغتیايې په برخه کې د پوهاوي  لوړولو او د روغتیايې اصولو د رعایت د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو چې په کې استادانو، کارکوونکو او محصلینو ګډون کړی و.

په دغه سیمینار کې د لوړو زده‌کړو وزارت د پولي کلینیک آمر د یوه علمي پریزنټېشن له لارې د فردي او ټولنیزې روغتیا اړوند مهمو موضوعاتو په اړه مفصلې او ګټورې څرګندونې وکړې.

نوموړي د روغتیا ساتنې اهمیت او د ناروغیو په مخنیوي کې یې د رول ترڅنګ د ورزش او منظم فزیکي فعالیت اهمیت، سالمې او متوازنې تغذیې، د فردي او چاپېریالي روغتیايې اصولو رعایت، د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لارې، د روغتیايې عادتونو پیاوړتیا او د سالم ژوندانه د تګلارې رول د جسمي او رواني روغتیا په ساتنه کې په تفصیل سره تشریح کړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ناروغیو مخنیوی په ورځني ژوند کې د پوهاوي، مسؤولیت‌ پذیرۍ او روغتیايې اصولو رعایت ته اړتیا لري او ګډونوال یې د سالم ژوندانه، مناسبې تغذیې، منظم ورزش او فزیکي فعالیت، فردي او چاپېریالي پاکوالي او روغتیا ته د لا زیاتې پاملرنې او روغتیايي سپارښتنو د رعایت لپاره وهڅول.

د یادونې وړ ده، دغه سمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د لوړو زده‌کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په همغږۍ او مصونیت آمریت له خوا په ګډه پلان او جوړ شوی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شوری د پرېکړې په اساس په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې لاندې پوهنځۍ او د ماسټري برنامې ایجاد او منظورې شوې

نوې ایجاد شوې پوهنځي

۱- د هوا فضاء او پرمختللو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu