د کابل پولي تخنیک پوهنتون ممتازو محصلینو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۵:۳۱
photo

یاده ستاینغونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي  رئیس ښاغلي  پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ته د  ښه راغلاست وینا تر څنګ د محصلینو د عملي زده کړو، تدریسي اسانتیاوو،  لابراتواري وسایلو، د نوي نصاب په چمتو کولو، په اړوند څانګو کې د سکتوري وزارتونو سره د تفاهم لیکونو لاسلیکولو او محصلینو ته د کارموندنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي  مفتي محمد طاهر احمد ممتازو محصلینو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د علم او پوهي  په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي احمد محصلینو ته په  خپلو خبرو کې وویل: تاسو ځوانان د افغانستان راتلونکي یاست! کوښښ وکړئ تر څو په علمي او تحقیقي برخه کې یو پر مختللی افغانستان ولرو".
نوموړي وویل: نن د مسلمه امت سترګې یوازې افغانانو ته دي، تاسو په پوره اخلاص او ښه نیت کار وکړئ تر څو نه یوازې د افغانانو بلکې د ټول مسلمه امت د خدمت جوګه وکرځئ.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او انسجام رئیس ښاغلي  قاضي کلیم الله محمدي د یادې غونډې له تنظیمونکو څخه د مننې او قدرداني ترڅنګ له محصلینو سره د لا زیاتو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې موږ به محصلینو ته د لا زیاتو سهولتونو په چمتو کولو کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، میلمنو، استادانو، آمرینو او محصلینو ګډون کړی وو.
په اخیر کې غونډه ممتازو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ویش او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo

Photo
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۱
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځان ‌پېژندنې تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

په دې سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشاور او کلینیکي روانشناس ډاکتر ذبیح‌ الله قاضي ‌زاده د خپل جوړ شوې پریزینټیشن له لارې محصلینو ته د ځان ‌پېژندنې په اړه مفصل معلومات وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ورزشي ټېمونو ورزشکارانو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د مختلفو ورزشي څانګو د ورزشکارانو د ستاینې او تشویق په مناسبت په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو، استادان او محصلین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴۶
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د نویو شامل شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحافظ محمد حامد حسیب، پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او مېلمنو ګډون کړی و.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

BACK TO NEWS