په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ۹۳ قلمه قرطاسیې توکو د داوطلبي غونډه ترسره شوه
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اړتیا وړ ۹۳ قلمو قرطاسیې توکو د قرارداد د پرانستې غونډه د ټاکلي پلاوي او د داوطلب شرکتونو د استازو په حضور کې په مالي او اداري معاونیت کې جوړه شوه.
د داوطلبۍ په دې غونډه کې د هیواد وال مایار سوداګریز شرکت، معین پوپل لوژستیک شرکت، بارک نړیوال لوژستیک شرکت او کومر نړیوال شرکت په نومونو څلورو شرکتونو ګډون کړی و او د وړاندیزونو له ارزونې وروسته به ګټونکی شرکت اعلان شي.