په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې  نویو ګمارل شویو کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سیمینار جوړ شو 25/1/1445---21/5/1402

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۰:۳۶
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې  نویو ګمارل شویو کارمندانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سیمینار جوړ شو  25/1/1445---21/5/1402

 

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري ټولو ګډونوالو او اړوندو مسؤلینو ته د  ښه راغلاست وینا وکړه او د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه یې د دغه سیمینار پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي ذاکري د دغه سیمینار له ګډونوالو وغوښتل چې په پوره لیوالتیا سره په دغه سیمینار کې ګډون وکړي او د دې قیمتې وقت خیال وساتي او له نویو فرصتونو څخه په بشپړ توګه ګټه پورته کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې  آمریت آمر ښاغلي عبیدالله مولایې د سیمینار د محتوا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادوني وړ ده چې دغه سیمینار به پنځه ورځي دوام وکړي او د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت آمر ښاغلي  عبیدالله مولایې او ورسره ښاغلي  شمس الدین فاروقي لخوا به پر مخ وړل کیږي.
سیمینار پنج روزه ارتقاء ظرفیت کارمندان جدیدالتقرر در پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد 25/1/1445---21/5/1402

 

سیمینار پنج روزه ارتقاء ظرفیت کارمندان جدیدالتقرر در پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد 25/1/1445---21/5/1402

 

سیمینار پنج روزه ارتقاء ظرفیت کارمندان جدیدالتقرر در پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد 25/1/1445---21/5/1402سیمینار پنج روزه ارتقاء ظرفیت کارمندان جدیدالتقرر در پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد 25/1/1445---21/5/1402

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu