ښاغلي مولوي عبدالرازق د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تدارکاتو او خدماتو د نوي آمر په توګه معرفي شو. 26/12/1444
غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومی رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د دغه آمریت د کاري برخو په اړه خبرې وکړه او د دغه آمریت آمر ښاغلي
مولوي عبدالرازق ته د هر راز همکاری ډاډ ورکړ.
همدارنګه د دغه پوهنتون مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر ذاکر الله ذاکري هم ښاغلي مولوی عبدالرازق ته د دې دندې مبارکي وویله او د لا بریالیتوب هیله یې وکړه.
وروسته ښاغلي مولوی عبدالرازق د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه مقام او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه د پاملرنې او باور له امله مننه وکړه او ژمنه يې وکړه،
چې خپله دنده په ښه ډول سرته رسوي او د هیواد او خلکو د خدمت لپاره به نه ستړې کیدونکې هلي ځلې کوي.