د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې لري پکښې د پوهنتون د استادانو علمي آثار په بشپړه او منظمه توګه راټول شوي، چې د کتاب مهمې برخې: نړیوال علمي مقالې، په ملي کچه علمي مقالې، تالیفي، تحقیقي او ژباړل شوي آثار پکښې شامل دي.

په دې کتاب کې راټول شوي آثار د ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې اړوند دي او د پوهنځیو د استادانو د علمي رتبې په اساس ترتیب شوي او سربیره پر دې، د علمي کیفیت د تضمین ټول معیارونه په دې کتاب کې په پام کې نیول شوي ترڅو یو معیاري او د باور وړ اثر د علمي ټولنې او علاقمندانو لپاره برابر شي.

دغه ارزښتناک کتاب نه یوازې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د علمي لاسته راوړنو د ثبت او پېژندنې یوه مهم ګام ګڼل کیږي، بلکې کولای شي د محققینو او محصلینو لپاره الهام بښونکی وي او د څېړنې او علومو د فرهنګ په وده کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS

User account menu