کابل پولي تخنیک پوهنتون د ازموینو ملي ادارې په توسط د کابل پولي تخنیک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو د ماستري برنامو له کاندیدانو څخه ازموینه واخیسته. 13/11/1444

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۴۵
پوهنتون پولی تخنیک کابل توسط اداره ملی امتحانات از داوطلبان رشته های ماستری پوهنتون های پولی تخنیک و تعلیم و تربیه کابل امتحان اخذ نمود  1444/11/13

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

د ازموینې پرانیستې مراسمو کې، د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت د دفتر رئیس انجنیر روح الله روحاني، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري غړو او د ازموينو ملي ادارې مسؤلینو ګډون کړی وو.

لومړی د کابل  پولي تخنیک  پوهنتون رئیس پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ښه راغلاست وینا تر څنګ د ازموینې نوماندانو ته په امتحان کې د شفافیت ډاډ ورکړ او ټولو ته یې د لا کامیابي هیله وکړه.

ښاغلي اقبال په دې برخه کې د خپلو ټولو امکاناتو, د ځای ترتیب، د استادانو په اماده ګي، امنیتي او نورو ټولو برخو کې د بشپړ اماده ګي ډاډ ورکړ.

ورپسې د ازموینو ملي ادارې رئیس شيخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ازموينې په پروسه کې د شفافيت او رامنځته شویو سهولتونو په اړه معلومات ورکړل او په یاده ازموينه کې یې د زیات شمیر کاندیدانو له ګډون څخه خوښي وښوده.

نوموړي وویل: اوس په افغانستان کې د هر اړخیزې ودې لپاره زمینه برابره ده او د اسلامي امارت مشرانو هڅه دا ده، چې د ټولنې علمي ضرورتونه پوره او په دیني او عصري برخو کې د زده کړو معیاري چوکاټ برابر کړي.

د مراسمو په پای کې د ازموینې د پوښتنو صندق د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني او د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري غړو له خوا د ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو.

د یادونې وړ ده چې په دې ازموینه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نهو بیلابیلو ماستري برنامو لپاره محصلین جذب کوي.

پوهنتون پولی تخنیک کابل توسط اداره ملی امتحانات از داوطلبان رشته های ماستری پوهنتون های پولی تخنیک و تعلیم و تربیه کابل امتحان اخذ نمود  1444/11/13پوهنتون پولی تخنیک کابل توسط اداره ملی امتحانات از داوطلبان رشته های ماستری پوهنتون های پولی تخنیک و تعلیم و تربیه کابل امتحان اخذ نمود  1444/11/13پوهنتون پولی تخنیک کابل توسط اداره ملی امتحانات از داوطلبان رشته های ماستری پوهنتون های پولی تخنیک و تعلیم و تربیه کابل امتحان اخذ نمود  1444/11/13

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu