په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د نیالګیو کینولو پروګرام پیل شو. 1/1/1402---28/8/1444

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۹:۲۲
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د نیالګیو کینولو پروګرام پیل شو. 1/1/1402---28/8/1444

یاد پروګرام د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

په دې پروګرام کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي ریس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال،  علمي معاون ښاغلي انجنیر روح الله روحاني، مالی او اداري معاون ښاغلي انجنیر ذاکر الله ذاکري، آمرینو او یو شمیر کارمندانو ګډون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي ریس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په خپلوخبرو کې وویل: موږ خوشبختانه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې هر کال په زیاته اندازه نیالګي کینوو، خو متاسفانه د اوبو د کمبود له کبله ځینې یې ثمر ته نه رسیږي، کوښښ مو دا ده چې په ښه شکل یې پالنه وشي او همدارنګه موږ تولو استادانو، اداري کارمندانو او زده کړیالانو ته توصیه کوو چې، د نیالګیو په کینولو او پالنه کي بشپړ همکاري وکړي.

ورپسې علمي معاون ښاغلي انجنیر روح الله روحاني د خپلو خبرو په لړ کې وویل: موږ د نیالګیو کینول د نمایش او صرف د عکس او ویډو اخیستلو لپاره نه بلکي دا یو نیک عمل ګنو او دا کار د ثواب په نیت ترسره کوو، نوموړي په دې برخه کې د حفظ او مراقبت د آمریت له کارمندانو څخه مننه وکړه.

همدا راز مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر ذاکر الله ذاکري وویل: سربیره پر دې چې موږ د اوبو له کمښت سره مخ یو، خو بیا هم کوښښ کوو چي د پوهنتون په ساحه کي میوه لرونکي او هم بې میوې نیالګي کینوو، نوموړي د حفظ او مراقبت آمریت د کارونو ستاینه وکړه او مننه یي ورڅخه وکړه چي په دې برخه کي يې زیاتې هلي ځلې کړې دي.

برنامه نهال شانی درپوهنتون پولی تخنیک کابل راه اندازی گردید 1/1/1402---28/8/1444برنامه نهال شانی درپوهنتون پولی تخنیک کابل راه اندازی گردید 1/1/1402---28/8/1444

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu