په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ساختماني پوهنځي درېیم علمي او میتودیکي کنفرانس تر سره شو. 28/12/1401ـــ26/8/1444

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۹:۱۲
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ساختماني پوهنځي درېیم علمي او میتودیکي کنفرانس تر سره شو. 28/12/1401ـــ26/8/1444

 

کنفرانس د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شو.

لومړی کنفرانس د ساختماني پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند دوکتورامان الله فقیري په خپلو خبرو را پیل کړ.

نوموړي د خپلو خبرو ترڅنګ د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشیداقبال او علمي معاون ښاغلي انجنیر روح الله روحاني پیغام هم د کنفرانس ګدونوالوته وویل.

په یاد کنفرانس کې د ساختماني پوهنځي استادانو له خوا 68 مقالې په دوو ورځو کې وړاندې کړې، چې په لومړۍ برخه کې د صنعتي او مدني ودانیو، د ودانیوجوړولو انجنیري او د اسلامي ثقافت څانګوخپلې مقالي وړاندي کړې او په دوهمه برخه کې د مهندسي، ښاري پلان جوړونې، د ترسیمي هندسي او رسم تخنیک څانګو استادانو خپلې مقالې وړاندې کړې.

د یادولو وړ ده چې د مقالو کیفیت او محتوا ته په پام سره د 38 علمي او څیړنیزي،  18یې علمي- میتودیکي او 12 کنفرانسي مقالې تائید او وارزول شوې 

کنفرانس د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

سومین کنفرانس علمی - میتودیکی پوهنځی ساختمان پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارگردید 28/12/1401سومین کنفرانس علمی - میتودیکی پوهنځی ساختمان پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارگردید 28/12/1401سومین کنفرانس علمی - میتودیکی پوهنځی ساختمان پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارگردید 28/12/1401

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د  ۵۲م جلد  (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.

یادې مجلې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu