د کابل پولي تخنیک پوهنتون اړوند په میرویس میدان مینه کې د اوبو یوه ژوره څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د یادې څاه د پرانیستلو مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري او د دغه پوهنتون د ساتنې او مراقبت آمر ښاغلي انجنیر اسدالله عمری په میرویس میدان مينه کې د یوې ژورې څاه د پرانیستلو په پروګرام کې ګډون وکړ ,دوی د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه پوهنتون د اوبو د کمښت ستونزې د حل له امله په اړوندو مسوولینو څخه مننه او قدردانی وکړ، چې د دې څاه په پرانيستل کیدو سره به د یاد پوهنتون د اوبو ستونزه تر ډیره حده حل شي.