په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کیفیت د تضمین آمریت له خوا د اسنادو د بیا کتنې او ارزولو د لارښوونو په اړه سیمینار جوړ شو.
غونډه د قران کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
دغه سیمینار چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیفیت د تضمین آمریت له خوا په لاره اچول شوی وو.
په کې د یاد پوهنتون د کیفیت د تضمین کمیټې محترمو غړو، د مالي او اداري معاونیت، آرمریتونو، مدیریتونو، د علمي معاونیت او محصلانو د معاونیت مسؤلینو او کارمندانو حضور درلود.
یاد سمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استاد پوهنوال دوکتور امان الله فقیري له خوا د سمینار ګډونولو ته اراییه او په اړوند موضوع یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د سیمینار د وړاندې کولو په ترڅ کې د چک لست له مخې د اسنادو د چمتو کولو په اړه د سمینار د ګډونوالو ترمنځ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.