کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړي رياست د ډيپلوم ليکنې د لارښود په رڼا کې د ډيپلوم د ترتيب او ليکنې سمینار دائر شو.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۵۸
کابل پولي تخنيک پوهنتون کې  د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړي رياست د ډيپلوم ليکنې د لارښود په رڼا کې د ډيپلوم د ترتيب او ليکنې سمینار دائر شو.

په کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د کابل پولې تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال ښاغلی دوکتور وسیق الله عرب زاده او د علمي څېړنو آمر پوهنمل ظفرخان سعیدي د پوهنتون اته ګونو پوهنځېو د څلورمو ټولګيو محصلینو ته د ډيپلوم د ترتيب او ليکنې علمي سمينار ارائه شو‌.

د علمي څېړنو آمر پوهنمل ظفرخان سعيدي په خپل ترتیب کړي پریزینټېشن کې لاندې موضوعات تشریح کړل.

۱:  د مونوګراف له پاره د موضوع ټاکل

۲: د مونوګراف ليکنې مرحلې

۳: د لارښود استاد ټاکل

۴: د ډيپلوم ليکنې شکلي جوړښت

۵: د لارښود استاد مسؤليتونه

۶: د لارښود استاد د محروم کېدلو شرايط

۷: د ډيپلوم دفاع او ترتيب

 سمینار کې د ګډونوالو پوښتنو ته  ځوابونه وویل شول او د نظرونو د شریک کولو وروسته ياد سمينار د دعائې ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

دا سیمینار د محصلینو د مهارتونو د لوړولو په موخه د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د کارونې په اړه جوړ شوی و، چې پکې د دې پوهنتون ګڼ شمېر محصلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنيک پوهنتون د رهبري هیئت د پوهنځيو له رئیسانو او د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

ناسته د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ګډون کړی وو.

لومړی د کابل پولي تخنیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۲
Background image

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو.

سیمینار د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو

 

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر عنوان لاندې سیمینار د محصلینو په ګډون ترسره شو. چې هدف یې. . .

BACK TO NEWS