ښاغلی ګل الرحمن مشعل د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي څیړنو معاونیت کې د حقوقي آمر په توګه معرفي شو
د معرفت غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري، د اداري څانګو آمرینو او د کابل پولي تخنیک پوهنتون یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري د خپلو خبرو په جریان کې مشعل ته د نوموړي د ګومارنې له امله مبارکي وویله او ورسره په کارونو کې یې د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.