ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاون په توګه معرفي شو. 6/8/1444-8/12/1401

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۹:۳۸
ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاون په توګه معرفي شو.   6/8/1444-8/12/1401

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاون د معرفت غونډه  کې د تخصصاتو او عمومي جامعاتو عمومي رئیس ښاغلي مولوي اسدالله فرید، د لوړو زده کړو وزارت د عامه اړیکو او نشراتو رئیس ښاغلي مولوي سلیمان شریفي، د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او د پوهنتون مشرتابه هئیت ګدون درلود.
دلوړو زده کړو وزارت مشرتابه هيئت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون هيئت، نوموړي ته د مبارکۍ ترڅنګ  د لا بريا او سوکالۍ هيله وکړه.

همدارنګه ښاغلي ذاکري د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پولي تخنیک  پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه او د مننې ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوې دندې به په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کړي.

 

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

محترم انجنیر ذاکرالله ذاکری به حیث معاون مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل معرفی شد 6/8/1444-8/12/1401

 

محترم انجنیر ذاکرالله ذاکری به حیث معاون مالی و اداری پوهنتون پولی تخنیک کابل معرفی شد 6/8/1444-8/12/1401

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu