په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۲
په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو.

سیمینار د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو

 

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر عنوان لاندې سیمینار د محصلینو په ګډون ترسره شو. چې هدف یې د اسلامي نظام بېلابېلو اړخونو او په فردي او ټولنیز ژوند باندې د هغه اغېز تحلیل و.

لومړی د کابل پولی تخنیک پوهنتون د اسلامي ثقافت څانګې استاد مولوي محمد نواب محمدي د اسلامي نظام پر بنسټیزو اصولو لکه عدالت، ازادي، خپلواکي او ټولنیزې هوساینې مفصلې خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي نظام د دیني ارزښتونو پر بنسټ ولاړ دی، او د انسان کرامت او مقام ته لومړیتوب ورکوي.

د سیمینار په پای کې، محترم مولوي عبدالکریم افغان، د اسلامي ثقافت څانګې آمر، د دې ډول سیمینارونو د ارزښت یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا ډول پروګرامونه به هره اونۍ ترسره کېږي.

یاد سیمینار د پوهنتون فرهنګي کمیټې، د محصلینو د خدماتو د انسجام آمریت، او د اسلامي ثقافت څانګې په همغږۍ ترسره شو او د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu