په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او مکتوبونو او مدیریت په اړه د پنځه ورځني ورکشاپ د پای ته رسېدو په موخه د سندونو د ویش مراسم ترسره شول.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۲:۲۱
Photo

6/6/1402

مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې مراسمو کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ویس الدین بریالي، د پوهنتون د بشري سرچینو آمر
ښاغلي مولوي رشید احمد حقاني، د لوړو زده کړو وزارت د ظرفیت لوړونې آمر ښاغلي عبیدالله مولایی او هغه سره
پلاوي او یو شمیر د کابل پولي تخنیک کارمندانو ګدون درلود.
لومړی د دغه پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ویس الدین بریالي میلمنو او کارمندانو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او
د لوړو زده کړو وزارت د ظرفیت لوړونې آمریت څخه یې د دغه ډول پروګرامونو د جوړولو له امله مننه او قدرداني
وکړ.
ښاغلي بریالي دا ډول پروګرامونه د نویو ګمارل شویو کارمندانو د ظرفیت او مهارتونو د لوړولو لپاره ګټور وبلل او د
بریالیتوب هیله یې وکړه.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د ظرفیت لوړونې آمر او د دغه پروګراموم ښوونکی ښاغلي عبیدالله مولایی په یاد
ورکشاپ کې د کابل پولي تخنیک د کارمندانو د ګډون له امله مننه وکړه.
او له کارمندانو څخه يې وغوښتل چې له یاد ورکشاپ څخه ترلاسه شوي زده کړې او مهارتونه په خپلو ورځنيو کارونو
کې عملي او له خپلو همکارانو سره يې شريک کړي.
مراسم د ستاینلیکونو په ویشلو او دعایې په کولو سره پای ته ورسیدل.

photo

Photo

P

Photo

Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu