په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د یوې ژورې څاه د کیندلو کار پیل شو
د پرانستې مراسم د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
د 260 متره ژورې څاه د کیندلو کار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ذاکرالله ذاکري او د دغه پوهنتون د یو شمیر اداري څنګو آمرینو په حضور کي پیل شو.
د يادونې وړ ده، چې د يادې شوې څاه د پروژې له بشپړېدو وروسته به د کابل پولي تخنيک پوهنتون د اوبو له شبکې سره وصل شي او د اوبو د کمښت ستونزه به تر ډیره حل شي.