په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو د سایبر رسنیو خوندیتوب په اړه سیمینار وړاندې کړ

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۱:۳۴
عکس

یاد سیمینار د قرانکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد احمد سیر عمرزي محصلینو او استادانو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د یاد سیمینار په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
ورپسې ښاغلي رومان نوري، د سایبر دفاعي معلوماتو مسول د ټولنیزو رسنیو د ادرسونو د هک کولو او د مخنیوي څرنګوالي په اړه په مفصل ډول خپل ترتیب کړی پریزنټیشن وړاندې کړ.
د يادونې وړ ده، چې په ياد سيمينار کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو، محصلينو او د پوهنتون یو شمیر کارمندانو برخه اخيستې وه.

Photo
Photo
Photo
Photo

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

دا سیمینار د محصلینو د مهارتونو د لوړولو په موخه د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د کارونې په اړه جوړ شوی و، چې پکې د دې پوهنتون ګڼ شمېر محصلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنيک پوهنتون د رهبري هیئت د پوهنځيو له رئیسانو او د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

ناسته د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ګډون کړی وو.

لومړی د کابل پولي تخنیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۲
Background image

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو.

سیمینار د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو

 

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر عنوان لاندې سیمینار د محصلینو په ګډون ترسره شو. چې هدف یې. . .

BACK TO NEWS