په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو ونو د کینولو لړۍ پیل شوه.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۲:۱۹
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو ونو د کینولو لړۍ پیل شوه.

د همدې پوهنتون د نیالګیو کینولو پروګرام کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب، آمرینو، کارمندانو او کارکونکو ګدون درلود.

دغه پروګرام د همدغه پوهنتون د رهبري هئیت او د ساتنې او مراقبت آمریت په هلو ځلو پیل شو.

پروسه نهال شانی درختان مثمر و غیر مثمر در پوهنتون پولی تخنیک کابل آغاز یافت.

په دغه پروګرام کې ۱۲۰ میوه  لرونکي د مڼې او زردالو نیالګي چې د ننګرهار ولایت د ځوان ټولنیز بنسټ په مرسته د پوهنتون د ښکلا او شینوالي لپاره چمتو شوي وو د همدې پوهنتون د 6-5-4 د لیلیې په ساحه کې کيښودل شول.

د يادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنيک پوهنتون يو شمیر غير ميوه لرونکې نيالګي د دغه پوهنتون په بیلابیلو برخو کې کیښودل او دا لړۍ به دوام ولري.

پروسه نهال شانی درختان مثمر و غیر مثمر در پوهنتون پولی تخنیک کابل آغاز یافت.پروسه نهال شانی درختان مثمر و غیر مثمر در پوهنتون پولی تخنیک کابل آغاز یافت.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شوری د پرېکړې په اساس په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې لاندې پوهنځۍ او د ماسټري برنامې ایجاد او منظورې شوې

نوې ایجاد شوې پوهنځي

۱- د هوا فضاء او پرمختللو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu