په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د محصلینو د فراغت غونډه تر سره شوه د 8/1/1445 چې سمون لری د 4/5/1402 سره
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د کابل پو لي تخنیک پوهنتون د محصلینو د پنځوسمې دورې د فراغت په مراسمو کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي ، د لوړو زده کړو سر پرست وزیر ښاعلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاعلي دکتور لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي محمد طاهر احمد ، د جامعاتو او تخصصاتو عمومي ر ئیس ښاغلي مولوي اسد الله فرید ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبرۍ هیئت، استادانو، آمرینو او میلمنو ګډون درلود .
لومړی د کابل پو لي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پو هنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په غونډه کې لوړپوړو چارواکو او میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ پیلیزه وینا وکړه .
ورپسې د ریاست الوزرا ء ادار ي مرستیال ښاغلي مولوی عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په ترڅ کې فارغ شویو محصلینو ته په ټولنه کې د خپلو مسوولیتونو یادونه وکړه او هغوی یې وهڅول چې ، د هېواد د پرمختک لپاره کار وکړي او خپل ديني او ملي مسولیت سرته ورسوي .
ښاغلي حنفي فارغ شویو محصلینو ته ډاډ ورکړ چې، دوی ته به د کار زمینه برابر وي او هڅه کوي چې مسلکي اشخاص په نظام کې ځای پر ځای کړي.
نوموړي فارغ شویو محصلینو او د دوی کورنیو ته د دې ستر ویاړ مبارکي وویله.
همدا رنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب په خپلو خبرو کې فارغ شویو محصلینو ته د مبارکي تر څنګ هغوی ټولنې ته وړاندې کول یوه لویه لاسته راوړنه وبلله .
ښاغلي ندیم په خپلو خبرو کې یادو محصلینو ته زیاته کړه : تاسو ته د ټولنې او هیوادوالو سترګې دي، يوازې په لیسانس بسنه مه کوي، او خپلي زده کړې نوري هم تر سره کړي )) .
نوموړي فارغ شویو محصلینو ته ډاډ ورکړ چې دوی به په مسلکي برخو کي په کار ګماري او دې برخه کې هیڅ ستونزه نه وینی.
همداراز په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي محمد طاهر احمد، د لوړو زده کړو وزارت علمی معین ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه، د افغانستان د انجینرانو د ټولنې استازي ښاغلي احمد ولید هویدا، د کابل پو لي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاون ښاغلي انجینر ویس الدین بریالي او د فارغ شويو محصلينو استازي ښاغلي انجینر کرامت الله احمدي د موضوع په اړه خبرې وکړې.
د یادو نې و ړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اتو پوهنځیو او دوه دیرشو څانګو په درلودلو سره سږ کال 700 تنه انجنیران ټولنې ته وړاندې کړل.
په اخیر کې غونډه فارغ شویو محصلینو ته د فراغت سندونو په توزیع کولو او دعایې ویلو سره پای ته ورسیده .