په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د مرکز خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره دیني - علمي سیمینار دریمه ورځ د ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت او ښاغلي شیخ عبدالرحمن اخندزاده په ویناوو سره پیل شوه. 6-8-1444
م
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي معاون ښاغلي انجنیر روح الله روحاني استادانو ته ښه راغلاست وویل او د دریمې ورځې د اجنډا په اړه یې مفصل معلومات له ګدونوالو سره شریک کړل.
ورپسې ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت خپله موضوع چې د مسلمانانو د امیر حقوق او وجایب وه د سیمینار له ګدونوالو سره شریکه کړه.
ښاغلي وحدت د خپلو خبرو په ترڅ کې د امیر مسئولیتونه، د رهبرۍ ثبات په مسلمانانو باندي د امیر اطاعت، د امیر له خوا د دین ساتنه او تطبیق، عدالت، په امیر د خلکو حقوق او هوساینې په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
نوموړي خپله موضوع د نظرونو په تبادله او مطرح شویو پوښتنو ته په ځواب ویلو سره پای ته ورسوله.
همدارنګه ښاغلي شیخ عبدالرحمن اخندزاده خپله موضوع د جهاد پر حقیقت او اهمیت راپيل کړه او نوموړی د جهاد پر فرضیت بشپړ خبري وکړې
نوموړي د اسلامي امت لپاره جهاد ډیر مهم وبللی او دايې د خپلواکې مصونیت ، حقانیت، او کامیابی راز یاد کړ.
ښاغلي شیخ عبدالرحمن اخندزاده د دا دول سیمینارونو په دایرولو خوښي څرګنده کړه او له استادانو یې مننه وکړه چې داسي پروګرامونه تعقیبوي.
دسیمینار وروستۍ برخه د سوالونو په جوابولو او مناقشې سره پای ته ورسیده .