په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی له خوا د ناسمو رواجونو د مخنیوي فرمان تشريح، استادانو او ادارې کارمندانو ته د قرآن کریم د تفسير د پیل غونډه جوړه شوه.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۲:۲۸
په کابل پولي تخنیک پوهنتون  کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی له خوا د ناسمو رواجونو د مخنیوي فرمان تشريح، استادانو او ادارې کارمندانو ته د قرآن کریم د تفسير د پیل غونډه جوړه شوه.

په ياده غونده کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، د عبدالله بن مسعودؓ جامعې استاد شیخ مولوي نقیب الله، د پوهنځیو رئيسانو، استادانو،ادارې کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.

د غونډې د پیل وینا کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوی محمد موسی فاروق ټولو ته ښه راغلاست وويل او د ننی غونډي د اجنډا په هکله  بشپړ معلومات وړاندې کړل.

هغه زياته کړه چې موږ او تاسو په يوه غريبه او فقيره ټولنه کې ژوند کوو نو لازمه ده چې د ناسمو رواجونو څخه ډډه وکړو او هغه کارونه ترسره نه کړو چې د شريعت خلاف وي.

نوموړي د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو نافظول یې د ټولو وجیبه وبلله او په دې برخه کې یې له ټولو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسي شيخ القران والحديث دکتور نقيب الله د قرآن کریم د تفسير درس پیل او د ناسمو رواجونو په اړه تفصيلی بحث وکړ.

همدارنګه د علمي چارو مرستيال پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشيد اقبال ټولو استادانو او ادارې کارمندانو ته د ناسمو رواجونو د مخنیوي په عملي کولو ټينګار وکړ او زیاته یی کړه چې د هر فرد مسؤليت دی چې لومړی يي پر ځان عملي کړي او وروسته يې نورو خلکو ته هم ورسوي.

د غونډې په دوام کې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد ياسين حقاني په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې څوک په اسلامي نظام کې خدمت کوي نو باید په سيرت او صورت برابروي که چيرته په صورت او سيرت نه وي برابر نو د اسلامي نظام نماينده ګي نه شي کولای.

نوموړي وویل اسلامي نظام او د هغه اصول ورته تر هرڅه مهم دي او هیڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چې د له منځه وړلو هڅه یې وکړي.

په وروستی برخه کې د دعوت او ارشاد آمریت امر مولوي نصرت الله سيرت د خيښی، ودونو، مصيبتونو، او همدار راز له حج او عمري څخه د راستنېدو پرمهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د فرمان د یو پریزینټیشن په وسیله تشريح او اړین وضاحت وړاندې کړ.

غونډه د دعايي په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

BACK TO NEWS

User account menu