په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د شکایتونو د راټولولو په ایښودل شوي صندوقونه د شکایتونو د حل کمیټې له خوا پرانیستل شول..
د کابل پولی تخنیک پوهنتون د مالي او اداري مرستیال محترم انجنیر ذاکرالله ذاکري په مشري او ورسره پلاوي د شکایتونو صندوقونه پرانیستل.
راټول شوي شکایتونه به د یادې کمېټې لخوا څیړل کیږي او د حل په موخه به د پوهنتون له رهبري او اړوند مسؤلینو سره شریک کیږي.
د يادونې وړ ده، چې ياد صندوقونه يو ځل بيا د نوموړې کمېټې له خوا وتړل شول.