په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د بشري سرچینو نوی آمر معرفي شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۹:۳۸
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د بشري سرچینو نوی آمر معرفي شو.
ښاغلي رشید احمد حقاني د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو د نوي آمرپه توگه معرفي شو.
د معرفت مراسم د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال په اداره کې تغییر او بدلون یو اداري اصل یاد کړ.
نوموړي د بشري سرچینو د پخواني آمر محمد انس مجاهد د کارونو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او ورسره څنګ کې یې نوي آمر ته په کارونو کې د لابریالیتوب هیله وکړه.
محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.
 
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیرسید مصباح الدین هاشمي د بشري سرچینو آمریت د ټولو اداري کارکوونکو څخه هیله وکړه تر څو خپل کارونه د نوي آمر سره په همغږی، مخ  ته یوسي.
نوموړي د پخواني آمر د کارونو قدرداني وکړه او له نوي آمر سره یې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
همدا راز د بشري سرچینو نوي آمر ښاغلي رشید احمد حقاني د کابل پولي تخنیک پوهنتون له مشرتابه څخه خوښي څرګنده کړه او د دې ادارې له ټولو غړو څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي رشیدی زیاته کړه چې ورسپارل شوې دنده به په پوره صداقت سره پر مخ وړي.
غونډه د دعائیی په ویلو سره پای ته ورسیده.

 

محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.محفل معرفی آمر جدید منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.

 

User account menu