په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو سره د اوبو نړیوال کنفرانس په اړه مشورتي غونده تر سره شوه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۲
عکس

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د امارتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او علمي مرستیالانو او میلمنو د ښه راغلاست وینا تر څنګ په کابل پولي تخنیک کې د اوبو نړیوال کنفرانس د جوړیدو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي اقبال د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: دا کنفرانس په نړیواله کچه خورا مهم دی او د ټولو هغو علمي پوهانو او کادرونو ګډون چې په دې برخه کې د څېړنو او فعالیت په برخه کې کار کوي، د اوبو د ستونزو او ننګونو د حل لپاره اړین او حیاتي دی.
نوموړي د ياد شوي کنفرانس د برياليتوب لپاره په دې برخه کې د کارپوهانو شتون او د مقالو وړاندې کول ضروري وګڼل، نوموړي وویل چې دا ناسته یوه مشورتي ناسته ده، تر څو د یاد کنفرانس د کامیابي په اړه لازم نظرونه او مشورې شریکې شي.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجینرۍ پوهنځي رئیس ښاغلي محمد حامد عمر د غونډې ګډونوالو ته خپل هغه پریزنټیشن چې د یاد کنفرانس د جزیاتو او موخو په اړه یې چمتو کړی و، په تفصیل سره بیان کړ.
په پاى کې د ياد شوي کنفرانس په اړه راغلو ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه په نوبتي شکل څرګند کړل، ترڅو د ياد کنفرانس د لا ښه والي په موخه لازم تصميمونه ونيول شي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۳۱
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځان ‌پېژندنې تر عنوان لاندې سیمینار ترسره شو.

په دې سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشاور او کلینیکي روانشناس ډاکتر ذبیح‌ الله قاضي ‌زاده د خپل جوړ شوې پریزینټیشن له لارې محصلینو ته د ځان ‌پېژندنې په اړه مفصل معلومات وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ورزشي ټېمونو ورزشکارانو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د مختلفو ورزشي څانګو د ورزشکارانو د ستاینې او تشویق په مناسبت په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو، استادان او محصلین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴۶
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د نویو شامل شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحافظ محمد حامد حسیب، پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او مېلمنو ګډون کړی و.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

BACK TO NEWS